Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۳۲تنو ته ورسید

چیني چارواکي چهارشنبې(د سلواغې په ۹مه نېټه) وايي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۱۳۲ کسانو ته رسېدلی.

د دغو چارواکو په خبره د دغو قربانیانو ډېر شمېر په "هوبي" ولایت کې دي.

له بلې خوا چین کې پر کرونا ویروس د نېږدې ۶زره کسانو اخته کېدل تایید شوي دي.

د دغه هېواد چارواکو له ۹زرو شکمنو پېښو خبر ورکړی دی.

د برېټانیا، امریکا، فرانسې، آسټرالیا او جاپان په ګډون یو شمېر هېوادونو د چین هوبي ولایت له ووهان ښاره خپل وګړي ویستلي دي.

دغه کسان به خپلو هېوادونو هوايي ډګرونو ته تر رسېدو وروسته معاینه او یو ځیني به یې قرنطین شي.

له دې سره هم مهاله پوهان د دغه ویروس لپاره د واکسین پیدا کولو په هڅه کې دي.

همداراز پاکستان چې له چین سره نیږدې اړیکې او ډېر تګ راتګ لري، دغه هېواد ته د کرونا ویروس له خپرېدو وېره لري.

دا مهال چې کې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی.

شریک یي کړئ