Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له سلو واوښت

چینايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کېدو ۱۳۰۰ نورې پېښې هم تایید شوې دي او په دې سره پر یاد ویروس د اخته کسانو شمېر له څلورو زرو اوړي.

دا چارواکي همداراز د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو شمېر ۱۰۶ تنه بولي.

چین کې د کرونا ویروس په چټکتیا سره د پراخېدو په حال کې دی. د چین هوبي ولایت د ووهان ښار د یاد ویروس سرچینه بلل کېږي.

د چیني چارواکو په وینا په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د ۶۰ کسانو درملنه شوې ده، خو ترڅنګ یې ۴۵۰۰پېښې ثبت شوې او ۶۹۷۳ شکمنو پېښو په تړاو هم راپور ورکړی شوی دی.

‎ د چین په ووهان ښار کې مېشت بهرني وګړي هم د کرونا ویروس له خپرېدو اندېښنه لري.

ووهان کې مېشت بریټانیايي وګړی، ادم بریجمن وايي:«ډاکټرانو موږ ته وویل چې دا اوونۍ نېږدې کلنیک ته ولاړ شو، خو دې حالت کې نه شو کولی د باندې ووځو.»

بل بریټانیوي وګړی، خارن لمبارت له چینه د دوی د نه ویستو له کبله پر خپل حکومت نیوکه کوي:«چارواکو نه دي ویلي چې څه کوي. مشوره یې دا ده چې که په هوبي کې یاست هغه ځای پرېږدئ. نه پوهېږم کله چې ښار قرنطین دی، څنګه له دې ځایه ووځو.»

په همدې حال کې پاکستان چې له چین سره نېږدې اړیکې او تګ راتګ لري، د کرونا ویروس له خپرېدو په وېره کې دی.

له بلې خوا آلمان هم په دغه هېواد کې د کرونا یوه پېښه تایید کړې ده

شریک یي کړئ