Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر۱۷ ته لوړ شو

چین کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۷کسانو ته ورسید او په دغه هېواد کې پر یاد ویروس د ۴۴۰ کسانو له اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

پر کرونا ویروس اخته مړه شوي کسان د چین د ووهان ښار اوسېدونکي دي.

له بلې خوا چین، سویلي کوریا، جاپان او د روغتیا نړیوال بنسټ هڅه کوي چې د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخه ونیسي.

د کرونا ویروس له کبله ناروغان سخته تبه، ټوخی او ساه لنډي لري.

دغه ویروس له څو اوونیو راهیسي په چین کې خپور شوی، خو دغه هېواد اوس منلي چې کرونا ویروس په دغه هېواد کې شته دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له کبله ناروغي امریکا متحده ایالاتو ته تللې ده؛ په دې وروستیو کې له چین په ځانګړې توګه د دغه هېواد له "ووهان" ښاره امریکا ته تللي مسافر معاینه کېږي.

چین کې ډاکټران پر تنفسي او د پوستکي په ناروغۍ اخته کېدل د کرونا ویروس علایم بولي.

په همدې حال کې الماني پوهانو د کرونا ویروس مبارزې لپاره درمل جوړ کړي، خو تر اوسه پورې نه دي تایید شوي. دا درمل تر ازمایښت لاندې دي، او ښایې په اړه یې چینايي ډاکټرانو ته هم مشوره ورکړل شي.

شریک یي کړئ