Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین کې د کرونا پر ویروس اخته لسګونه تنه نورو هم مړه شوي

چینايي چارواکو وايي چې تېره ورځ(شنبې د سلواغې په ۲۶مه نېټه) دغه هېواد کې ۱۳۹ تنه په کرونا ویروس(کوید۱۹) ناروغۍ اخته کسان په هوبي ولایت کې مړه شوي دي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون چارواکي وايي چې ۱۸۴۳ نورې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوې دي او له دې سره چین کې د کرونا د پېښو شمېر ۵۶۲۴۹ تنو ته رسیږي.

تر اوسه چین کې ۶۴۰۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له ۱۳۰۰ ډېر یې مړه شوي دي.

یوه چینايي لوړپوړي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي وو چې دغه ویروس د چین لپاره لوی  چلنج بلل  کېږي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي له امریکا متحده ایالاتو غوښتي غیرضروري تدابیر دې چین ته سفر او سوداګرۍ باندې نه وضع کوي.

هغه په دې اړه ویلي:«دا ویروس اوس مهال کنټرول شوی دی.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دغه ویروس د چین او نړۍ لپاره ستونزه وه.

وانګ یي زیاته کړې ده:«موږ تدابیر نیولي دي، څو دا ویروس کنټرول شي او له پراختیا یې مخنیوی وشي. تدابیر ډېر جامع دي، زه  داسې بل هېواد نه وینم چې داسې تدابیر یې نیولی وی، خو چین وتوانید.»

چین کې د کرونا ویروس پراختیا له امریکا سره سوداګریزې اړیکې هم اغېزمنې کړې دي او همداراز د چین ولسمشر، شې جینګ پينګ لپاره چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې په واک کې دی، هم یوه ستونزه بلل کېږي.

امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ وزارت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې چین له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې له دغه هېواد سره محدودیتونه لیري او الوتنې دې عادي حالت ته راولي.

چینايي چارواکي د کرونا ویروس د چین او نړۍ لپاره لویه ستونزه بولي

شریک یي کړئ