چینايي چارواکو تېره ورځ(شنبې د سلواغې په ۱۹مه نېټه) ویلي دی چې په دغه هېواد کې ۸۹ نور د کرونا ویروس له کبله مړه شوي او په دې سره د قربانیانو شمېر ۸۱۱ کسانو ته رسېدلی.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون ویلي تېره ورڅ په دغه هېواد کې ۲۶۵۶ پر کرونا ویروس د اخته کسانو پېښې ثبت شوې دي او له دې سره د ثبت شویو شمېر ۳۷۱۹۸ کسانو ته رسېدلی دی.
د هوبي ولایت مرستیال والي څرګنده کړې ده چې په دغه ولایت کې تړل شویو کارخونو د کار بیا فعالیت ته اجازه ورکړل شوې ده او د ویروس مخنیوي لپاره هم اړینې تابیاوې نیول شوې دي.
هغه همداراز زیاته کړې چې که د ویروس د پراخېدو علایم ولیدل شي نو پر کارخونو به بیا محدودیتونه وضع کړي.
له بلې خوا د چین د لومړی وزیر مرستیال د جمعې په ورځ د چین په هوبي ولایت کې د کرونا ویروس د جوړولو له چارو لیدنه وکړه او سپارښتنه یې کړې، څو د دغه ویروس له پراختیا مخنیوی وشي.