Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کشمیر کې د تازه نښتو له کبله ۹کسان ووژل شول

هندي او پاکستاني پوځیانو یکشنبې(د تلې په ۲۸مه نېټه) په کشمیر کې سره نښته وکړه چې په ترڅ کې یې د ملکي کسانو په ګډون ۹کان ووژل شول.

هندي ځواکونه پاکستاني پوځیان پرخپلې یوې پوځي اډې او ملکي کسانو په بریدونو تورنوي، او زیاتوي چې د پاکستاني پوځیانو ډزو له کبله دوه هندي سرتېر او یو ملکي کس وژل شوي دي.

د هند د پوځ ویاند، جیش کالیا په دې اړه وايي چې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دا بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د اوربند په تړاو د شوې هوکړې ترپښو لاندې کول دي.

مخکې له دې هم څو ځله هند او پاکستان د کشمیر په څو برخو کې سره نښتي دي.

هند پاکستان تورنوي چې تر ولکې لاندې کشمیر کې یې د ترهګر ملاتړ کوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې یوازې له دې برخې دپلوماتیک ملاتړ کوي.

د روان زږدیز کال د اګست په میاشت کې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړل او همداراز ددې سیمې نیمه خپلواکي یې لغو کړه.

وروسته له کابو یوې میاشتې لا هم د دې سیمې اوسېدونکي په بشپړ ډول ټلفوني او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی نلري. خو یوازې په یو شمېر سیمو کې لنډ وخت کې ټلفوني خدمتونه فعال شوي دي.

پاکستاني پوځ وايي چې هندي پوځيانو په دریو برخو کې ملکي کسان په ښه کړي دي او د هند دې کار په غبرګون کې پاکستاني پوځیانو له درنو وسلو کار اخیستی دی

شریک یي کړئ