Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کشمیر کې د شخړو دوام؛ پاکستان وايي له پوځي غوراوي به کار وانه خلي

د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو په دوام کې، پاکستان وايي چې دغه هېواد به د هند په وړاندې له پوپوځي غوراوي کار وانه خلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې اسلام اباد غواړي له نوي ډيلي سره شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

بلخوا د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي له هند سره د کشمیر یوځای کېدو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کوي او وايي چې د کشمیر اوسېدونکو له څلوېښتو کلونو راهیسې هغه امتیازونه چې د هند حکومت هغوی ته ورکړي ناوړه استفاده کړې ده.

له یوې اوونۍ راهیسې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې بیړنۍ حالت دی او په دغې سیمه کې انټرنېټي خدمتونو هم پرې شوي دي.

په کشمیر کې شخړې، تېره اوونۍ له هغې وروسته د پاکستان او هند ترمنځ زور واخیست چې د کشمیر په جنجالي سیمه کې د ترهګریز برید په اړه رپوټ خپور شو.

د دغه برید د ګواښ په پایله کې، په زرګونه ګرځندوی او هندي زیارت کوونکو کشمیر پرېښود او هند هم په کشمیر کې ځانګړی حالت لغوه کړ. 
 
شریک یي کړئ