Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتېرو ډزو کې یو تن ووژل شو

د  پاکستاني پولیس د هندي سرتېرو په ډزو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یوه ۷۰ کلن سړي له وژلو خبر ورکوي.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي دوشنبې(د کب په ۲۰مه نېټه) وویل چې د هندي سرتېرو په ډزو کې یاد کس وژل شوی دی.

د پولیس یاد چارواکي ویلي دي چې وژل شوی کس یوه ورځ مخکې سیمې ته تللی وو تر څو خپله لور یوه امنې سیمې ته ولېږدوي.

له بلې خوا د هند د پوځ یو ویاند بیا پاکستاني پوځيان د ډزو په پیلولو تورنوي او وايي چې د ډزو له کبله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې هندي کشمیر کې په یوه برید کې ۴۴ هندی سرتېري ووژل شول.

د برید مسوولید د جیش محمد ډلې په غاړه واخیست.

له دې بریده وروسته د فبروري میاشتې په ۲۶مه د هند جنګي الوتکو د پاکستان په خاوره کې د جیش محمد ترهګرې ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل.

کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتېرو نښتو کې یو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شوي دي، دواړه لورې په دې پېښه کې یو بل ګرم بولي

شریک یي کړئ