Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګڼ هېوادونه د کډوالۍ د یو تړون اړوند یوه خوله شوي

د نړۍ شاوخوا ۱۶۰ هېوادونو مراکش کې پر هغې هوکړې د تایید ټاپه وهلې، چې تمه کېږي په عملي کولو سره به يې غیر قانوني تګ راتګ کم شي. 

د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل چې د دې غونډې وینا واله وه، وايي، چې ملګري ملتونه د دویم نړۍوال جنګ له امله رامنځته شول: «زه د المان فدرالي جمهوریت د لومړۍ وزېرې په توګه د داسې هېواد د استازې په ډول ستاسې مخکې ولاړه یم، چې هغه وخت د ملي سوسیالیزم له امله بشریت ته سخت زیان ورسید.» 

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي یوازې په تېرو اتلسو کلونو کې تر ۶۰ زره ډېر کډوال د کډوالۍ په لارو کې وژل شوي دي، چې په وینا يې شرموونکې ده. 

د بلجیم لومړی وزیر چارلز میشل وايي ملګرو ملتونو کې يې هم د دې هوکړې ملاتړ کړی دی. 

هغه وویل: «سپټمبر کې مې د بلجیم په استازيتوب په ملګرو ملتونو کې د کډوالو لپاره پر دې تړون ټینګار وکړ، په راتلونکو اوونیو کې د بلجیم په ګډون په څو هېوادونو کې په دې اړه خبرې اترې وشي.»

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا متحده ایالاتو د دې هوکړې ملاتړ نه دی کړی، د دې تر څنګ ځينې هېوادونه لکه پولنډ، هنګري او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې تازه يې د کډوالو ضد سیاست خپل کړی دی. 

دوی وروسته له هغه پخپل سیاست کې بدلون راوست، چې له سوريې، عراق، افغانستان او افریقايي هېوادونو نه د کډوالو لړۍ ور ماتې شوې.  
 
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا متحده ایالاتو د دې هوکړې ملاتړ نه دی کړی او پولنډ، هنګري او ایټالیا پخپل سیاست کې بدلون راوستی.

شریک یي کړئ