د ماشومانو د حقونو د ملاتړ نړیوال سازمان وايي، یمن کې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې ښايي ۸۵زره ماشومان له لوږې مړه شوي وي.
د دې سازمان په وینا تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومانو په منځني ډول هر دقیقه کې یو تن له لوږي مړ شوی دی.
د دې سازمان مسوول وايي: «دا واقعي بحران دی، چې موږ يې په تېرو لسیزو کې مثال نه دی لیدلی، دا هغه هېواد دی چې د وچکالۍ په غېږ کې پروت دی، تر نیم میلیون ډېر ځوانان له مرګ سره مخامخ دي.»
یاده سرچینه زیاتوي: «موږ په دې برخه کې پام ته اړتیا لرو، ځکه دا یوازینی لوی بحران دی چې نړیواله ټولنه ورسره مخ کېږي»
د سعاد په نوم یوه یمنۍ مېرمن وايي، د سهار پر چای د غرمې د ډوډۍ دعا کوي: «چې د سهار چای څښو، د غرمي د ډوډۍ دعا کوو، بیا د شپې غم راسره وي، شپه کې بیا دعا کوو چې سهار به څه کوو؟»
د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس دې هېواد کې د جګړې له امله تر اوسه ۶۶۶۰ ولسی وګړي وژل شوي او ۱۰۵۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
یمن کې د خونړیو جګړو تر اور لاندې سیمو نه زرګونه کورنۍ کډوالې شوې او میلیونونه کسان په سخت فقر اخته شوي دي.