Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یمن؛ ډزبندي او د کرارۍ یو څرک

یمن کې حوثي وسله‌وال وايي د ملګرو ملتونو په غوښتنه توغندیز او هوايي بریدونه بندوي.

ملګري ملتونه وايي هڅه کوي چې یمن کې د سولې خبرې اترې له سره پیل کړي. 

ټاکل شوې د یمني حکومت له لوري په رسمیت پېژندل شوي حوثي جنګیالي او د دوی مقابل اړخ به د روان میلادي کال تر پایه سویډن کې له یو بل سره وګوري. 

له شاوخوا درې کاله خونړۍ جګړې وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف هم ويلي چې حدیده بندر کې به عملیات ودروي. 

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس دې هېواد کې د جګړې له امله تر اوسه ۶۶۶۰ ولسی وګړي وژل شوي او ۱۰۵۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي. 

یمن کې د خونړیو جګړو تر اور لاندې سیمو نه زرګونه کورنۍ کډوالې شوې او میلیونونه کسان په سخت فقر اخته شوي دي.
 
شریک یي کړئ