د حوثیانو سیاسي شورا رئیس، صالح صماد د سعودي عربستان په مشري د عربي ائتلاف ځواکونو بریدونو کې ووژل شو.
د یمن انصارالله ډله چې د حوثي شیعیانو جوړه ده تېره ورځ(دوشنبې د غويي ۳مه) اعلام وکړ چې د دې ډلې سیاسي شورا رئیس، صالح صماد تېره اوونۍ د سعودي عربستان په مشري د عربي ائتلاف ځواکونو لخوا د یمن ختیځ په حدیده کې وژل شوی دی.
د حوثیانو «مسیره» ټلویزیون د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«سیاسي عالي شورا د ولسمشر صالح صماد د وشهادت له کبله د یمن خلکو ته تسلیت وايي.»
د خبرپاڼې پر اساس مهدي مشاط د حوثیانو لوړ سیاسي بنسټ مشر په توګه مؤقت ټاکل شوی دی.
د صالح صماد وژل کېدل ښایې د حوثیانو ډلې ته سخت ګوزار وي. نوموړی د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د اګست میاشتې را په دې خوا د دوی دولت سیاسي عالي شورا رئیس وه.
صالح صماد سږ ۲۰۱۸زیږدیز کال د «غوره بالستیک» کال ونوماوه. روان کال کې حوثیان د ریاض په ګډون د سعودي عربستان پر یو شمېر ښارونو توغندي وتوغول.