د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د آژې سمندر په نړیوالو اوبو کې د دې هېواد پر بېړۍ د یونان لخوا ډزې غندلې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي:"دې ګام نړیوال اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي، موږ یې په سخته سره غندو او اړینه ګڼو چې نړیوالې ټولنې ته اعلان وکړو تر څو دا ډول ګام بیا پورته نشي."
خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاده بېړۍ له باره ډکه وه چې د ترکیې بیرغ درلودو سره د سکندرون بندر څخه ازمیت بندر ته پرلاره وه او په نړیوالو اوبو کې پرې ډزې شوې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی:"پر یوې بېوسلې بېړۍ چې د ترکیې دوو بندرونو ترمنځ تګ کوي، ډزې هېڅ ډول دلیل نلري."
د ترکیې رسنۍ وایي، ورسته له دې چې د یونان ساحلي ساتوونکي د ترکیې پر یوې بار وړونکي بېړۍ ډزې وکړې، نو د ترکیې سمندري ځواکونو خپلې درې بیړۍ اژه سمندر ته ولیږلې.
د باروړونکي کښتۍ کپتان وایي، یوناني ځواکونو د رودز ټاپو ته څېرمه زموږ کښتۍ ته نېږدې شول او له موږ څخه وغوښتل چې ساحل کې لنګر واچوو، خو د دوی د خبرو د نه منلو په غبرګون کې یوناني ځواکونو پر کښتۍ ډزې وکړې.
په همدې حال کې یوناني خواکونه وایي، دوی ته په کښتۍ کې د نشه یې توکو د قاچاق خبر رسیدلی وه.