Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د پرېکړه لیک په اړه د چین او روسیې اندېښنې

چین او روسیه چې ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویټو حق لري، غزه کې یې د امریکا له لوري د اوربند پرېکړه لیک د مسودې په اړه اندېښنه څرګنده کړې. 
 
د رویټرز د راپور لمخې، ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یوازیني عرب هېواد، الجزایر اعلان کړی چې له دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوي. 

د پرېکړه لیک تصویب لږ تر لږه ۹ مثبتو او د امریکا، فرانسې، بریټانیا او چین یا روسیې غیر ویټو رایو ته اړتیا لري. 

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اونۍ غزه کې د جګړې پایته رسولو لپاره د څو پړاوونو لرونکي وړاندیز خبر ورکړ او دا یې د اسراییلو نوښت یاد کړ. 

امریکا د دغه وړاندیز لپاره نړۍوال ملاتړ په لټه کې ده او حماس یې هم اوس مهال ارزوي.  

دغه وړاندیز شوې طرحه د تېرې دوشنبې پر ورځ امنیت شورا ته وړاندې شوې او چهارشنبې ته به په ارزول شوې بڼه خپره شي. 

دغه طرحه چې د اسراییلو له لوري اوربند د منلو وړ بولي، له حماس غواړي څو دغه طرحه ومني او له دواړو خواو بیا غواړي څو دغه طرحه ژر تر ژره بې له کوم شرطه عملي کړي. 

دغه وړاندیز شوې طرحه کې په لومړي پړاو کې "د ټولیز او بشپړ اوربند" او دویم پړاو کې د دښمنیو تلپاتې پای یاد شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه