اسراييلي ځواکونو پر غزې تړانګې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې د غزې د عامې روغتیا وزارت له قوله په دغو بریدونو کې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۴ فلسطنیان وژل شوي او ۶۹۸ نور ټپیان دي.
د غزې تړانګې اوسېدونکی، محمد الطهراني ویلي: موږ په میلیونیم ځل نړۍوالې ټولنې ته دا پیغام وړاندې کوو. موږ مرسته نه غواړو. نه پوهیږو چېرته ولاړ شو. هغوی موږ له ښي لوري کیڼ ته او له کیڼ لوري ښي ته راولي او بیا مو مرکز ته راولي. دغه وضعیت به تر څه وخته دوام پیدا کوي؟
د غزې تړانګې یو بل اوسېدونکی، ایمن ابو زبېده وايي: موږ د هرې ورځې په څېر په خپل کور کې ناست وو. ناڅاپي مو پام شو چې بوشکې پر موږ را وغورځېدې او د ډزو غږونه واورېدل شول. تېښته مو و نه شوه کړای. ماشومان مو مړه او ټپیان شول. ودانۍ لمنځه تللې دي او ماشومان په نقلیه وسایطو کې سوځېدلي دي.
د اقصی روغتون چې د غزې تړانګې یوازنی پاتې روغتون دی، مسوولین یې وايي د اسراييل د تېر اته میاشتنۍ بمبارۍ له امله دغه روغتون هم له پاشل کېدو سره مخ دی.
په دغه روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو لپاره د درملنې تجهیزات ډیر کم دي.
د الاقصی روغتون ویاند، خلیل الدکره و ویل: زموږ روغتون په ګڼو تلفاتو کې ډوب دی. ډیری یې ښځې، ماشومان او سپین ږیري دي. روغتون کې ټپیان او ناروغان زموږ له ظرفیت ډیر دي. په داسې سختو شرایطو کې موږ په کافي کچه درمل او روغتیايي تجهیزات نه لرو او ډیره اړتیا ورته لرو.
اخوا، د یمن حوثیان وايي، په سره سمندرګي کې یې د برېټانیې پر یوې نظامي بېړۍ برید کړی چې په دغه برید کې یې له بالیستیکي توغندیو کار اخیستی دی.
د یمن د حوثیانو ویاند، یحیی سریع و ویل: موږ د فلسطیني وګړو د مظلومیت د ملاتړ او په غزې تړانګه کې د تېرې ورځې د وژنو په ځواب کې د برېټانیه یوه کښتۍ په نښه کړه او د الله په فضل موږ دغه کښتۍ په سره سمندرګي کې د بالیستیکي توغندیو پر مټ په دقیقه توګه په نښه کړې ده.
د رسمي شمېرو لمخې، د حماس غورځنګ او اسراييل ترمنځ په جګړه کې تر دې دمه ۳۷ زره فلسطنیان وژل شوي او ۸۴ زره او ۴۹۴ نور ټپیان دي.