Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراييل په غزه کې دوه ښوونځي په نښه کړي دي

په غزې تړانګه کې پر دوو ښوونځيو د اسراییل د بمبارۍ په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي.

رویټرز لیکلي، د اسراییل جنګي الوتکو د غزې په لویدیځ کې د النصر په ګاونډ کې د حسن سلامه او النصر پر هغو ښوونځیو بمباري کړې چې فلسطینیانو پکې پناه اخیستې وه.

ویل کیږي چې په دغو دوو ښوونځیو کې په سلګونو ملکي وګړي وو چې کورونه یې پر غزې د اسرايیل په بریدونو کې ویجاړ شوي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو هم دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په دغو دوو بریدونو کې ډېری ټپیان ماشومان دي.

پر یوه روغتون د اسراييل د برید په پایله کې ۱۸ نور کسان وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د حماس د سیاسي مشر له وژل کېدو وروسته د اسراييل بریدونو زور اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه