رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حماس د دغه غورځنګ لوړپوړی چارواکی یحیی ابراهیم سنوار خپل سیاسي مشر ټاکلی دی.
یحیی ابراهیم سنوار، چې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له ترور وروسته د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی، د ۱۹۶۲ زېږیز کال د اکټوبر پر ۲۹مه د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې زېږیدلی دی.
هغه د حماس یو له مهمو سیاسي او پوځي مشرانو دی او تر اسماعیل هنیه وروسته د دغه غورځنګ دویمه مهمه څېره پېژندل کېږي.
حماس په یوه خبرپاڼه کې د هغه ټاکنه تایید کړې او زیاته کړې ده چې: « د حماس اسلامي مقاومت د سیاسي دفتر مشر او د شهید قومندان اسماعیل هنیه پر ځای قومندان یحیی سنوار اعلانوي.»
سنوار په خان یونس کې د لومړنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د غزې په اسلامي پوهنتون کې د عربي ژبې زده کړې وکړې او په ۱۹۸۷ کال کې د حماس له رامنځته کېدو سره سم، له دغه غورځنګ سره یوځای شو.
یحیی سنوار په ۱۹۸۸ کال کې د اسراییل لخوا ونیول شو او د څه باندې ۲۲ کاله بند وروسته په ۲۰۱۱ کال کې د اسراییل او حماس ترمنځ د بندیانو په تبادله کې خوشې شو.
هغه په ۲۰۱۷ زېږیز کال کې په غزه د حماس مشر وټاکل شو.
که څه هم د اسماعیل هنیه تر ترور وروسته د امریکا ولسمشر، جو بایډن په ګډون ګڼو نړۍوالو څېرو د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د ازادولو د روانو خبرو دوام په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې خو اوس د حماس یوه ویاند ویلي چې یحیی سنوار به له اسراییل سره د اوربند خبرو ته هم دوام ورکړي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو خبرې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب روانې دي.
په دې اړه مو اندونه