رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې په لبنان کې د حزب الله پر موخو د اسراييل په بریدونو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
په دغه برید کې ۱۶۵۴ نور کسان ټپیان شوي او په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان هم شامل دي.
یوه لبناني چارواکي رویټرز ته ویلي، دا په لبنان کې د ۱۹۹۰-۱۹۷۵ کورنۍ جګړې راهیسې تر ټولو لوړه ورځنۍ مرګ ژوبله وه.
د اسراییل بریدونو زرګونه لبنانیان د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د اسراییل هوایی ځواک اعلان کړی چې د لبنان په سویل او بیکا دره کې یې د حزب الله شاوخوا ۱۶۰۰ موخې په نښه کړي دي.