د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي، اسراییلي ځواکونو غزه کې نن (یکشنبه) د عامو خلکو پر کورونو بریدونه کړي او لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې، شپږ تنه د غزې په مرکز کې د النصیرات پر پنډغالي د اسراییلي ځواکونو په هوایي برید کې، درې تنه د غزې پر ښار یوه بل برید کې، دوه نور فلسطیني وګړي د بې ځایه شویو پر یوې خېمې توغندیز برید کې او څلور نور هم په رفح کې په یوه جلا برید کې وژل شوي دي.
د غزې اوسېدونکي وایي، دغه بریدونه له دې سیمو د خلکو د تخلیې په موخه ترسره کیږي چې اسراییلي ځواکونه غواړي دغو سیمو کې د "امن سیمه" جوړه کړي.
په ورته مهال حماس بیا ویلي، ګڼ شمېر اسراییلي ځواکونه یې د ټانک ضد توغندیو، توپونو او بمونو په وسیله وژلي دي.