د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، شونې ده چې، امریکا له ناټو ووځي.
د اسوشېټډپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټرمپ په یوې ټلوېزیوني مرکه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې، له ځنډ پرته په اوکراین کې د اوربند لپاره اقدام وکړي.
اوکراین ته د نظامي مرستو کموالی او له ناټو د امریکا وتل، دوه هغه ګواښونه دي چې، د ناټو متحدان او د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ټولنه یې اندېښمنه کړې ده.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا هغه د اوکراین د کابو ۳ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره فعالانه هڅه کوي، ویلي«زه په هڅه کې یم.»
هغه د دې له ویلو ډډه وکړه چې، د نومبر په ټاکنو کې له بریا وروسته یې، له پوتین سره خبرې کړې دي که نه؟.
ټرمپ په دې هکله زیاته کړه:«زه نهغواړم چې، په دې هکله څه ووایم؛ ځکه نهغواړم داسې کار وکړم چې، د مذاکرې مخنیوی وکړي.»
د بیړني اوربند لپاره د ټرمپ غوښتنه، د اوکراین او بایډن د دولت د عمومي سیاست له دریځونو څخه وه چې، د زلنسکي له محتاطانه غبرګون سره مخ شوه.