د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، دمشق ته د سفر پر مهال ویلي په راتلونکي سوریه کې به د کردي ملیشو لپاره ځای نه وي او هغوی باید منحل شي.
د رویټرز د راپور لمخې، فیدان زیاته کړه: «په راتلونکي پړاو کې، د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه باید داسې حالت ته ورسیږي چې د سوریې ملي یووالي ته نور ګواښ ونه اوسي.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د سوریې پر وړاندې ټول بندیزونه باید لرې کړل شي څو دغه هېواد وکولی شي د بیارغونې بهیر پیل کړي.
هاکان فیدان څرګنده کړه چې ترکیه چمتو ده د سوریې د بیا رغونې له هڅو ملاتړ وکړي او هیله یې وښوده چې دغه سفر به نور هېوادونه د سوریې سره د لا زیات تعامل لپاره وهڅوي.
هاکان فیدان، لومړنی بهرنیو چارو وزیر دی چې د بشار الاسد له سقوط راهیسې د دوو اونیو ترمنځ دمشق ته سفر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه