Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حماس نن درې اسراییلي بندیان خوشې کړل

رویټرز راپور ورکړی چې حماس غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پایته رسولو لپاره له اسراییل سره د بندیانو د تبادلې په څلورم پړاو کې درې اسراییل بندیان خوشې کړي دي. 

دغه بندیان د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته سپارل شوي دي. 

په دې سره د حماس له بنده د خوشې شویو اسراییلي بندیانو شمېر د پنځه تایلنډي وګړو په ګډون ۱۸ ته و رسید. 

دغه کسان د ۴۰۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شوي دي. 

حماس ویلي چې اسراییل به د دې بهیر په دوام ۱۸۲ نور فلسطیني بندیان هم خوشې کړي.

حماس او اسراییل به د راتلونکې سه شنبې پر ورځ د پاتې بندیانو او له غزې د اسراییلي ځواکونو پر وتلو خبرې وکړي.  

د حماس او اسراییل ترمنځ دغه اوربند د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه