Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د مرستو کمښت؛ د ایډز سره مبارزې لپاره ستر ګواښ

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د امریکا لخوا د ایډز پر ضد مبارزې برخه کې درېدلې مرستې له سره پیل یا ورته بدیل پیدا نشي، نړۍ به هره ورځ د ایډز یا (HIV) له ۲ زرو زیاتې نوې پېښې وویني.

د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي، له دې ناروغۍ مړینې هم ښایي تر ۱۰ برابره ډېرې شي.

د ملګرو ملتونو د ایډز پر ضد ګډ پروګرام (UNAIDS) ویلي، چې د متحده ایالاتو لخوا له بهره ناڅاپي مرسته چې د ډانلډ ټرمپ د دندې پیل سره هممهاله درول شوې، زرګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي او زرګونه روغتیايي کارکوونکي له دندو لیرې شوي دي.

د UNAIDS اجرائیوي مشرې ویني بیانییما په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: "موږ به د دې ناروغۍ د خپرېدو یوه نوې او ریښتینې څپه ووینو. ایډز بېرته راګرځي، او خلک به لکه د ۹۰مو او ۲۰۰۰مو کلونو په څېر بیا قرباني شي."

هغې خبرداری ورکړ چې که د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) مرستې د ۹۰ ورځنۍ بیاکتنې تر پای چې په اپرېل میاشت کې ختمېږي، بېرته پیل نه شي، ښایي په راتلونکو څلورو کلونو کې تر ۶.۳ میلیونه زیات کسان د ایډز له امله مړه شي.

بیانییما زیاته کړه: "تر اوسه هېڅ بل حکومت د دې مالي تشې د ډکولو ژمنه نه ده کړې."

آغلې بیانییما زیاته کړه چې په افریقا کې، چیرې چې د ایډز د نړۍوال بار ۵۳ سلنه په ختیځه او جنوبي برخه بار دی، د درملنې مرکزونو بندیدل، په ځانګړي ډول د نجونو او ځوانو ښځو لپاره ویجاړونکي پایلې لري.

هغې ټینګار وکړ چې په دې لویه وچه کې له ۶۰ سلنه زیاتې نوې پېښې د نجونو او ځوانو ښځو سره تړاو لري.

د ملګرو ملتونو څو نورو ادارو هم خبرداری ورکړی چې د دې مرستو کموالي، په نړۍوالو بشري برخو کې د لږې پانګونې سربېره د زیان منونکو ټولنو لپاره سختې اغېزې درلودلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري بیا وایي، په جګړه ځپلي ختیځ کانګو کې زرګونه کسان له ژغورونکو مرستو بې‌برخې پاتې شوي دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان هم د بشري ناورینونو د خرابوالي او د کډوالو د ملاتړ سیسټمونو د ړنګېدو خبر ورکړی دی.

یونیسف له IOM سره په ګډه ټینګار کړی چې د بودیجې کمښت، له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د ماشومانو په مړینه کې د ۶۰ سلنې کمښت په څېر نورې لاسته راوړنې هم له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۰۰ زره کسان په ټوله نړۍ کې د ایډز ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

که اوسنی بهیر دوام ومومي، دغه شمېر به په خطرناکه توګه لوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه