Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه: په اوسنۍ بڼه د اوکراین په اړه د امریکا وړاندیزونه د منلو وړ نه دي

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، سرګي ریابکوف ویلي، د اوکراین جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا وړاندیزونه په اوسني وضعیت کې د منلو وړ نه دي.

د هغه په وینا، دغه طرحې د هغو مسایلو په پام کې نیولو سره نه دي چې مسکو یې د دغه جګړې اصلي علتونه ګڼي.

سرګي ریابکوف زیاته کړه: «موږ د امریکایانو له خوا وړاندې شوي ماډلونه او حل لارې جدي نیسو، خو موږ یې په اوسنۍ بڼه نه شو منلی.»

ښايي دغه څرګندونې د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

هغه همداراز و ویل: «په دې وړاندیزونو کې زموږ اصلي غوښتنه، چې د دې جګړې د اصلي لاملونو حل کول دي چې هیڅ اشاره نه ده شوې. دا تشه باید پوره شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د مسکو لخوا د هوکړې بهیر د ځنډېدو په اړه ناخوښي څرګنده کړې او ان ویلي دي که روسیه د هوکړې مخه ونیسي، نو پر هېوادونو به د بندیزونو لګولو ته زمینه برابر کړي چې د روسیې تېل اخلي.

ټرمپ همداراز ویلي، پوتین ته یې غوسه هم ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم په دې اړه ویلي: «موږ لا هم له امریکايي لوري سره اړیکه نیسو. موضوع خورا پیچلې ده او زیاتې هڅې ته اړتیا لري.»

ولادیمیر پوتین مخکې ویلي و چې د هوکړې لپاره، اوکراین باید د ناټو سره د یوځای کېدو له پېرې تېر شي، روسیه باید د اوکراین څلور جنجالي سیمو په اړه بشپړ اختیار ولري، او همداراز خپل پوځ کم کړي.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې د روسیې پر وړاندې سختې څرګندونې کړي، په داسې حال کې چې مخکې یې د مصالحې نرم دریځ درلود چې دا کار د امریکا ځینو اروپایي متحدانو لپاره اندېښنې راپورته کړې وې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه