د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ وایي، د اوکراین جګړې پایته رسولو لپاره به خبرې دوام ولري خو په خبره یې، "یو ټکی شته چې یا باید اقدام وشي یا چوپ پاتې شو."
ټرمپ دغه وروسته تر هغې کړي چې تېره ورځ (شنبه) یې له روسیې خفګان څرګند کړ او له دې هېواده یې وغوښتل چې "د یوې هوکړې لپاره لاس په کار شي."
د رویټرز د راپور لمخې، ټرمپ زیاته کړې: "زه فکر کوم د اوکراین او روسیې ترمنځ وضعیت ښايي ښه شي او ډېر ژر به تاسو ته څرګنده شي."
اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف د تېرې جمعې پر ورځ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا او روسیې ترمنځ د اوربند لپاره خبرې، چې د سولې د احتمالي هوکړې لپاره مهمې ګڼل کیږي، په بشپړ ډول د جګړې پایته رسولو پر شرطونو د اختلافونو له امله درېدلې وې.
په دې اړه مو اندونه