د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ملګرو ملتونو له لوري د نویو شمېرو په خپرولو سره ویلي، د ټولې نړۍ په کچه ۱۲۲ میلیونه کسان په جبري توګه بې ځایه شوي دي.
دغې کمېټې زیاته کړې چې دغه نفوس د هسپانیې او برېټانیې د ګډ نفوس هومره دی او تېر کال ۱۲۰ میلیونه و.
د شمېرو لمخې زیاته شوې : “د ملګرو ملتونو له لوري نننۍ شمېرې ښيي چې په نړۍ کې په جبري توګه د بېځایه شويو شمېر تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی، چې له ۱۲۲ میلیونو اوښتی دی، دغه شمېر د هسپانیې او برېټانیې د نفوس تر مجموعې هم زیات دي. دغه شمېر تېر کال ۱۲۰ میلیونه و.”
د ژغورنې نړۍواله کمېټه وايي، دغه شمېر کسان ډېری یې د جګړو او طبیعي پېښو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي چې شمېر یې په تېرو لسو کلونو کې دوه چنده شوی دی.
د دغه بنسټ د معلوماتو لمخې، نږدې ۴۰ سلنې بېځایه شوي تر ۱۸ کلونو کم عمر لري.
د اقلیم له بدلون سره تړلي بېځایه شوي کسان هم زیات شوي، چې شمېر یې د تېر کال د ۲۶.۳ میلیونو پرتله ۴۵.۸ میلیونو ته لوړ شوی.
د نړۍ له ټولو جبري بېځایه شويو کسانو یوه پر درېیمه برخه یوازې له څلورو جګړهځپلو هېوادونو دي چې سوډان، سوریه، افغانستان او اوکراین دي.
په دې اړه مو اندونه