Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا غواړي کیوبا ته د ویزې ورکړه د تل‎لپاره وځنډوي

امریکا متحده ایالاتونو تېره ورځ(جمعه د کب۱۱مه) اعلان وکړ په کیوبا کې به خپل ټول کنسولي خدمتونه د تل لپاره ځنډوي.

له دې سره هغه کیوبايان چې غواړي امریکا متحده ایالاتونو ته ولاړ شي، باید یو بل سفر مخکې له هغې کلمبیا ته ولري او له هغه ځایه د امریکا ویزه ترلاسه کړي.

د کلمبیا په هاوانا ښار کې ډېر شمېر کیوبایان د ویزې اخیستو لپاره د امریکا سفارت خوا ته په تمه دي.

د کیوبا اوسېدونکې، ماریا لوس انخلس ریس وايي:«دا پرېکړه د کیوبا پر خلکو منفي اغېزه کوي، او ډېره ګرانه تمامیږي. زموږ د کورنیو لپاره چې د موږ مالي لګښت تامینوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره کال د څو تنو امریکايي ډپلوماټانو له نارغېدو وروسته چې ویل کېدل ورباندې صوتي برید شوی او اوریدل یې له لاسه ورکړل، دې هېواد خپل ۶۰ سلنه ډپلوماټان له کیوبا څخه ویستل.

خو کیوبا هېڅ تور نه مانه.

د کیوبا اوسېدونکي غواړي چې د یزې خدمتونه یې بیا په هېواد کې ترسره شي.

د کیوبا بله اوسېدونکې، انا ماریا ولارکز څرګندوي:«ښه ده چې کیوبا کې د ویزې ورکړې لړۍ د سره پیل شي او دا کار به زموږ لپآره آسانه شي.»

امریکا له کیوبا څخه خپل کنسلي کارکوونکي ورغوښتي دي. د قانون له مخې دا کار کوونکي باید تر شپږو میاشتو خپل کار پيل کړي او یا د تل لپآره خپل کار پای ته ورسوي.
 
امریکا متحده ایالاتونو ته تلونکي کیوبایان د خپلې ویزې ترلاسه کولو لپاره باید کلمبیا هېواد ته ولاړ شي

شریک یي کړئ