Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حسن روحاني د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ګټوونکی اعلان شو

د هېواد د کورنیو چارو وزارت، د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې چې د جمعې په ورځ ترسره شوې وې،نن له غرمې وروسته (شنبې د غوايي په ۳۰ مه) اعلان کړې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د دې هېواد پخواني ولسمشر، حسن روحاني د ۵۷ سنلې رایو په اخیستو سره چې څه باندې ۲۳ مېلیونه رایې کېږي، د دویم ځل لپاره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې حسن روحاني په ټوله کې د ۴۱ مېلیون ۲۲۰ زره او ۱۳۱ رایو له ډلې ۲۳ مېلیونه او ۵۴۹ زره او ۶۱۶ رایې ترلاسه کړي دي او ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشریزو ټاکنو بل مخکښ نوماند ۱۵ مېلیونه او ۷۸۶ زره او ۴۴۹ رایې ترلاسه کړي دي او په دویم ځای کې قرار لري.

دغه پایله تراوسه د ایران د ساتونکي (نګهبان) شورا له خوا تأیید شوې نه ده.

 د ایران ولسمشریزو، ښار او کلیو ټاکنې د جمعې په ورځ (د غوايي په ۲۹ مه) ترسره شوې.

په دغو ټاکنو کې څلورو نوماندانو د یو بل په وړاندې سیالۍ وکړې.که‎څه هم د ایران د ساتونکې(نګهبان) شورا د ۶ تنو لپاره په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړې وه ، خو دوه تنو نوماندانو په وروستیو ورځو کې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د ایران د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان کړی وه، چې د رای ورکونې لپاره ۵۶ مېلیونه واجدو شرایطو هېوادوالو په ټاکنو کې نوم‎لیکنه کړې ده.

 د ایران د کورنیو چارو وزارت،د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې د پر بنسټ د ایران پخوانی ولسمش حسن روحاني د دویم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر شو.

شریک یي کړئ