Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا نړیوال بنسټ: د کروناویروس نړیوال شوی

د روغتیا نړیوال بنسټ وايي چې د کورنا ویروس نړیوال کېدو پړاو ته رسېدلی او د نړۍ ډېر شمېر هېوادونو کې خلک پرې اخته شوي دي.

دا په د اسې حال کې ده چې اوسمهال د کرونا ویروس د نړۍ یو سلو اوو هېوادونو ته رسېدلی او له څلورو زرو ډېر کسان یې له کبله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال بنسټ همداراز د کرونا ویروس پر مخنیوي ټینګار کوي او زیاتوي چې لا هم د مخنیوي لپاره تابیاوې کولی شي چې اغېزمنې ووسي او د دغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي.

د یاد بنسټ مشر، تدروس ادهانوم چهارشنبې(د کب په ۲۱مه نېټه) خبري ناسته کې وویل:«ټول هېوادونه کولی شي چې د مخنیوي تابیاوو سره د دغه ناروغۍ مخنیوی وکړي.»

هغه زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال بنسټ د دغه ویروس د پراختیا په تړاو اندېښنه لري.

ښاغلی، تدروس ادهانوم ټینګار کوي چې:«ما له پیله ویلي چې ټول هېوادونه، حکومتونه او ټولنې باید د مخنیوي لپاره تګلارې غوره کړي څو دا ویروس ټوله نړۍ کې خپور نشي، او د انسانانو ژوند وژغوري.»

په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو کابو څلور میاشتې تېرې شوې دي او پرې د نړۍ ډېرو هېوادونو کې له سلو زرو ډېر کسان اخته دي.

امریکا متحده ایالاتو له اروپايي هېوادونو سره د الوتنو لړۍ بندول یوه میاشت نور هم غځولي دي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، ځینو هېوادونو د تګ راتګ پرمخ خپلې پولې او الوتنې بندې کړې چې له کبله یې ورته اقتصادي زیانونه هم واوښتل.

له چین نه وروسته ایران او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا ویروس مړینه ډېره شوې ده.

د روغتیا نړیوال بنسټ همداراز د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پر تابیاوو ټینګار کوي

شریک یي کړئ