Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یونان له لېسبوس ټاپو ۲۵۰ تنه کډوال د یونان خاورې ته ولېږدل شول

د یونان په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو له پنډغالي ۲۵۰یې د یونان خاورې ته انتقال شول.

دا کډوال وروسته له هغې د یونان خاورې ته ولېږدول شول چې یک‎شنبې (د تلې په اومه نېټه) یو شمېر کډوال له پولیسو سره ونښتل او د پنډغالي یو شمېر برخو ته یې اور ورته کړ.

دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې د افغانانو په ګډون زیات شمېر کډوال دغه پنډغالي ته ورسېدل.

د کډوالو غوښتنه دا وه چې په لېسبوس ټاپو کې له "موریا" پنډغالي د یونان خاورې ته ولېږدول شي.

اوس د یونان حکومت وايي چې له ټاپو به د یونان خاورې ته د کډوالو د لېږد بهیر چټک کړي.

په یاد پنډ غالي کې ډېرۍ کډوال افغانان دي.

د لیسبوس په ټاپو کې کډوال د ژوندانه له وضعیت نه شکایت لري، خو داسې بریښي چې دغو شکایتونو دغه ټاپو ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ مخه نه ده نیولې.

یاد ټاپو ته د شنبې په شپه هم د افغانانو په ګډون لسګونه کډوال چې یو شل ورځنی ماشوم هم پکې وو، د لیسبوس ټاپو ته ورسیدل‎.

د یونان د کډوالو وزیر، ګیورګوس کومانتاکوس وايي:‎«صادقانه باید ووایم چې یونان مجبور دی څو کډوال راوګرځوي او ترکیه هم باید د قاچاق د شبکو له منځه وړل زیات کړي.»

د موریا د کډوالو پنډغالی د ۳زره کسانو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس په کې له ۱۲زرو ډېر کډوال ژوند کوي.

شریک یي کړئ