Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین: له ترهګرۍ سره د پاکستان مبارزه باید له پامه ونه غورځول شي

چین له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان پر هڅو ټینګار کوي او وايي چې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان هڅې د نړیوالۍ ټولنې له خوا باید له پامه ونه غورځول شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې هېواد یې چمتو دی ترڅو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلام اباد سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د امریکې او ځینو نورو سیمه‎ییزو هېوادونو له خوا د ترهګرۍ په ملاتړ تورن شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ په دې اړه وویل:«د پاکستان حکومت له ترهګرۍ سره په جګړه کې د ځمکنیو عملیاتو په شمول، ګډون او سرښندنې سربېره په مالیاتي برخو کې هم ونډه اخیستې. پر دې کار نړیواله ټولنه هم پوهېږي. موږ تل نړیوالۍ ټولنې ته ویلي چې هغوی د نیوکو او تعصباتو پر ځای دې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان هڅې او موخې په پام کې ونیسي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په خپله د امریکې او ځينو نورو سیمه‎ییزو هېوادونو له خوا له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی. خو پاکستان دا ادعاګانې نه مني.

په دې وروستیو کې امریکا چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی بولي، خپلې سترې مالي مرستې یې پر دغه هېواد بندې کړې دي.

شریک یي کړئ