Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې ۲۲ زره لیټره مایع نشه يي توکي وسوځول شول

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل په ده سبز کې له درې ټنو زیات نشه یي توکي او ۲۲ زره لیتره مایع نشه یي توکي وسوځول.

د کابل په ده سبز کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري څه باندې ۲۶ زره کیلو ګرامه جامد او مایع نشه يي توکي وسوځول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو رییس وایي چې دغه اندازه نشه يي توکي د کابل په ګډون له مرکزي ولایتونو څحه د څه باندې دوه زره عملیاتونو په لړ کې کشف او ضبط شوي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو لوی رییس، احمدالله احمدي و ویل: « د دغه پلاوي په حضور کې او ستاسې پر وړاندې اوس ۳۷۹ کیلوګرامه تریاکه د دغه پلاوي په لاس سوځول کیږي. ۶۳۵ کیلوګرامه هیرویین هم ان شاالله سوځول کیږي.»

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت وایي، دمګړۍ په هیواد کې د نشه يي توکو کښه او تولید صفر ته رسیدلی خو بشپړ له منځه وړل یې د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز په هیواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر نه همکارۍ نیوکه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي: «سره له دې چې ژمنه یې کړې وه خو له بده مرغه هیڅ همکاري یې نه ده کړې، خو افغانستان خپل هرڅه، ټوله بودیجه او له کانونو راټوله شوې بودجه پر دې ولګوله چې روږدي ختم شي، او له دغې بدې پدیدې سره جدي مبارزه وشي.»

د نشه يي توکو د ابتدايي محکمې رییس، روح الله حبیبي هم څرګنده کړه: «دوی یې له پاکستانه باروي او بیا زموږ په هوايي ډګر کې نیول کیږي. د پاکستان په بندرونو کې نه نیول کیږي، په هوايي ډګرونو کې یې نه نیول کیږي، د افغانستان په هوايي ډګر کې نیول کیږي. دلته یې راوړي چې نورو اروپايي هېوادونو ته یې واستوي او اسلامي امارت بدناموي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر ګاونډیو هیوادونو ادعا کړې وه چې له افغانستان څخه د صنعتي نشه يي توکو په قاچاق کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز په هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر نه همکارۍ نیوکه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه