Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان تفریحي سیمو ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي د پسرلي موسم په را رسېدو سره، د دغه ولایت تفریحي او سمسورو سیمو ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د دغه ریاست د مسوولینو په خبره، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه سلګونه کورني سیلانیان بدخشان ته د میلو او تفریح لپاره ورغلي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر وايي د روان کال له پیله تر  دې دمه په دې ولایت کې د کورنیو سیلانیانو شمېر ډېر شوی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر، صدیقي لعل زاد و ویل: «د ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې، ګڼ شمېر کورنيو او بهرنیو سیلانیانو بدخشان ته سفر کړی دی چې لسګونو سیلانیان یې ګڼلی شو چې ډيری یې کورني سیلانیان دي او د افغانستان له هرې سیمې او هر ولایته دلته راځي.»

یو شمېر سیلانیان د امنیت ټینګښت او تفریحي سیمو لېدو ته خوشحاله دي او د موټر ځغلونې، کاغذ پرانۍ او ډبرې اچولو سیالیو په ترسره کولو سره، د آرامۍ او خوښۍ ساه اخلي.

د لوګر اوسېدونکي، محمد قریب حامد د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «د رخصتیو په ورځو کې غواړو چې تفریحي ځایونو ته ولاړ شو، ساعت مو تېر شي او له ملګرو سره بوخت شو، د بدخشان له خلکو سره ډير اشنا شو.»

د میدان وردګ اوسېدونکی، صفت الله هم وايي: « بدخشان ولایت ته په تفریح راغلي یو، الحمدلله هیڅ امنیتي ستونزه نشته، خلک خوشاله دي، د بدخشان اوسېدونکي مېلمه پاله دي، موږ خوشاله یو او ساعت مو هم ښه تیریږي.»

بدخشاني ځوانان وايي د ډاډمن امنیت ټینګښت سره دوی ډېری مهال تفریح ځایونو ته د مېلو او تفریح په موخه ځي.

د بدخشان اوسېدونکی، عبدالواجد ابراهیمي وايي: « دلته کاغذ پراني کیږي او ډير خلک راټول دي چې د ولایت په کچه ځينې لوبې وکړي. دلته ډېر خلک راټول شوي دي. د بدخشان له دغه طبیعته خوند اخلي.»

د بدخشان اوسېدونکي، معراج الدین رحیمي په دې تړاو و ویل: «هیله من یم چې د افغانستان په هره څنډه کې چې څوک دي راشي، او له دې امنیتي فرصته استفاده وکړي او ددې ښکلو سیمو لیدو ته راشي او له ژونده خوند واخلي.»

بدخشان، د هېواد شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې زیاتې تاریخي او تفریحي سیمې لري. ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ له ۵۰۰ ډېر تاریخي او تفریحي سیمې یې ثبت کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه