Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له پاکستان را اړول شوې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمنې دي

یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستانه رایستل شوي او هېواد ته راغلي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

دوی له اسلامي امارته غواړي، چې د سرپناه او کاري زمینو برابرولو په برخه کې ورته پاملرنه وکړي.

حضرت ګل په پاکستان کې د ۴۰ کاله عمر له تیرولو وروسته د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ هېواد ته راستون شوی.

هغه چې په کار بوخت وو په وروستیو میاشتو کې د ژوند د بدلونونو په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د پریکړې عملي کیدل داسې بیانوي.

له پاکستانه را اړول شوی افغان، حضرت ګل و ویل: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي، د ژوند تېرولو لپاره کور نه لرو که د کور او ځمکې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

له پاکستانه را اړول شوی افغان، عید محمد طلوع نیوز ته و ویل:: «موږ به ښار ته نشو تللی، کله چې تللو نو  موږ به یې نیولو او پیسې به یې اخیستې. څلور ورځې مخکې یې زه ونیولم او ۱۸ زره افغانۍ یې له ما واخیستې.»

ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان هم د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د ۲۰۲۳ زیږدیز کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر شپږمې نېټې څه باندې پنځه سوه او ۴۸ زره او ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستانه را اړول شوي دي.

د دغه راپور په بله برخه کې راغلي چې د ورکړل شویو شمېرو له ډلې ۶۲ سلنه یې ماشومان او تنکي ځوانان، ۲۰ سلنه یې تر ۵ کلنو کمه عمره ماشومان او ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي: له دغو را ستنو شویو څخه ۶۲ سلنه یې ماشومان او تنکي ځوانان دي. نږدې ۲۰ سلنه را ستانه شوي تر ۵ کلنو کم عمره ماشومان دي او پر دې سربیره، نفوس شمېرنه ښيي چې ۴۸ سلنه یې ښځې دي.

د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو وزارت په دې تړاو څه نه وایي خو د یاد وزارت د شمېرو له مخې د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه نږدې دوه زره او ۸۰۰ افغان کډوال هیواد ته را اړول شوي دي.

له پاکستانه را اړول شوې کورنۍ، له اسلامي امارته غواړي، چې د سرپناه او کاري زمینو برابرولو په برخه کې ورته پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه