د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي روسیه کې د افغان سولې اړوند غونډه کې به یو استازی ولري.
د دې وزارت ویاند رابرت پالادینو وايي، دا استازی به په مسکو کې د امریکا له سفارته غونډې ته ورشي.
هغه وویل دوی د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي، چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي: «متحده ایالتونه باوري دي چې ټول هېوادونه باید د طالبان او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو ملاتړ وکړي، چې جګړه ختمه شي، موږ په ډاګه ویلي چې د روسيې په ګډون هیڅ هېواد د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ځای نه شي نیولي.»
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دې ګډونوال استازي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې يې ده، چې د افغانستان حکومت په همغږۍ يې دغه استازی د ګډون لپاره ټاکلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د سولې عالي شورا یو پلاوی نن غرمه مهال مسکو ته وخوځيد.
د مسکو ناسته کې د سیمې د دوولسو هېوادونو په ګډون امریکا او طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، چې دواړو پکې د ګډون تایید کړی دی.