د کندز پولیس د طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ ویشتو له کبله د ۵ ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د پولیسو ویاند، هجرت الله اکبري، نن(دوشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان دي.
هغه همداراز زیاتوي چې دغه پېښه کې د نارینه وو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور تپیان شوي دي.
ښاغلي اکبري څرګندوي چې هاوان د کندز ښار څنډه د شورابي قشلاق سیمه کې لګېدلی دی.
طالبانو د پېښې په تړاو څه نه دې ویلي.