المان افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو موده ۱۰ میاشتې نوره هم وغځوله.
د یاد هېواد پارلمان تېره ورځ(پنجشنبې د ورې په ۵مه نېټه) افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو طرحه تایید کړه. دغه هېواد د افغان ځواکونو روزنې او له دغو ځواکونو د ملاتړ په موخه افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو وخت غځولی دی.
المان اوسمهال په افغانستان کې یو زرو او ۳۰۰ سرتېري لري چې د راتلونکي زیږدیز کال تر جنوري میاشتې پورې به افغانستان کې پاتي شي.
په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت د روان کال په د مارچ میاشتې تر پایه پایته رسیدو.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو نوي حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړې چې په تېر کال فبروري کې لاسلیک شوه، څېړلي.
د هوکړې له مخې بهرني ځواکونه باید د روان کال د مې تر لومړۍ نیټه له افغانستانه ووځي.
د تېرې کب میاشتې په لومړیو کې د ناټو سرمنشي، ينس د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناستې ته د وینا پرمهال ټینګار وکړ چې د ناټو متحدین د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په افغانستان کې حالت برعکس کړي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او مسایل دې په سوله ییزه توګه هوار کړي.