په هېواد کې د هلکانو او نجونو د زدهکړو فعال مطیعالله ویسا نیولو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.
د افغان ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، فرانسې او همداراز ملګرو ملتونو د مطیعالله ویسا د نیول کېدو په تړاو غبرګونونه ښودلي دي.
د افغان ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«د نجونو له زدهکړو ملاتړ باید جرم ونه اوسي. د هغوی امنیت او حقوقو ته یې درناوی زموږ لومړیتوبونه دي. د هغه د ساتنې ځای باید ډېر ژر مشخص شي.»
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې هم د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، د بشري حقونو او زدهکړو په چارو کې د فعالانو فعالیتونه ته اجازه ورکړي.
کاردار سفارت امریکا برای افغانستان کرن دیکر څرګندوي:«داسې ګڼ راپورنه شته چې، ځینې افغانان د سولهییزو اعتراضونو او د افغانانو له غوښتنو د ملاتړ له امله نیول شوي دي. اجازه ورکړئ چې، مطیعالله ویسا او نور ورته کسان له خنډونو پرته کار وکړي. هغوی مه بندیانوئ؛ بلکې له هغوی سره سلامشورې وکړئ. د هغوی غږونه د ډېریو افغانانو د غږونو منعکس کوونکي دي.»
د فرانسې بهرنیو چارو وزارت هم په بیړه د ښاغلي ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«فرانسه د مارچ پر ۲۷مه د طالبانو له لوري د قلم لار سازمان د رييس او د نجونو د زدهکړو د مدافع ښاغلي مطیعالله ویسا نیول کېدل غندي او په بېړه د هغه د ازادېدو غوښتونکې ده. فرانسه د بیان ازادۍ، د زدهکړو نړۍوال حق او د نجونو او ښځو د حقونو د دفاع په برخو کې پر خپلې تل پاتې ژمنې ټينګار کوي.»
د پوهنتو استاد سید جواد سجادي وايي:«د ښاغلي ویسا نیول د هېوادوالو د لومړنیو حقونو او ازادیو د نقض او د مدني فعالیتونو د محدودیت په معنا دي.»
په دې منځ کې بیا ملګرو ملتونو د مطیع اله ویسا د نیول کېدو په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک ویلي:«موږ له سرپرست حکومته غواړو چې، د هغه موقعیت او د نیول کېدو دلایل واضح کړي؛ څو وکیل ته د لاسرسي او له کورنۍ سره یې د اړیکو په تړاو ډاډ ترلاسه شي. د ملګرو ملتونو استازولۍ همداراز ویلي چې، د ښاغلي ویسا، نورو نیول شویو فعالینو او خبریالانو د دوسیو په تړاو له سرپرست حکومت سره په تماس کې ده.»
له بل لوري پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په هېواد کې د قلم لار بنسټ فعالیتونه ګټور بللي او له اسلامي امارته یې غوښتي چې، ښاغلی ویسا خوشې کړي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی زیاتوي:«د مطیع الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د خوشې کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه ونهکړې بلکې برعکس د دوی د فعالیتو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي.»
د مطیع الله ویسا د کورنۍ غړي وايي، ښاغلي ویسا هڅې کولې چې، په هېواد کې د زدهکړو له محرومو نجونو او هلکانو سره مرستې وکړي.
د مطیعالله ویسا ورور عطاالله ویسا وویل:«د ورور نیول مې ګنګ دي او د توضیح وړ نه دي. زه خپل ورور پېژنم، ما او هغه یوځای مبارزه کړې ده. هغه یو ډېر عالي، پاک او پرهیزګاره شخصیت دی او زه اسلامي امارت له مشرانو غواړم چې ژر تر ژره زما ورور خوشې کړي او له درناوي او سلامتۍ سره دې کور ته ورسوي.»
په دې منځ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس په یوه ټویټ کې لیکلي چې، د مطیع اله ویسا فعالیتونه مشکوکې وې او په وینا یې حکومت حق لري چې، له دغه ډول کسانو د وضاحت غوښتنه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد څرګندوي:«نظام حق لري چې داسې خلک د وضاحت لپاره وغواړي. او دا چې د يو فرد نيول کېدلو دومره پراخ غبرګونونه را وپارول معلومېږي چې د همدومره پراخې دسيسې مخه نيول شوې.»
مطیع الله ویسا د روانې اونۍ د دوشبنې په ورځ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو د اسلامي امارت له لوري ونیول شو.
مطیع الله ویسا په هېواد کې د زدهکړو په چارو کې یو له فعالانو شمېرل کېږي او ویل کېږي چې، د خپلو فعالیتونو له پیله یې تر اوسه لسګونه کورني ښوونځي جوړ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه