Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: د ایران او پاکستان په بندخونو کې ۱۱ زره افغانان شپې ورځې تېروي

د کډوالو او را ستنیدونکو چارو وزارت په وروستیو یو کال کې د پاکستان او ایران له بندخونو د څه باندې دولس زره افغان کډوالو له را خوشې کولو خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند وایي چې دمګړۍ په پاکستان او ایران کې یولس زره افغان کډوال د بیلابیلو جرمونو په تور د دغو هیوادونو په بندخونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

د کډوالو او را ستنیدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: په تېر یوه کال کې تقریباً ۱۲ زره او شل کسان د پاکستان او ایران له زندانونو ازاد شوي دي. اوس هم شاوخوا ۱۱ زره افغانان په دغو هېوادونو کې چې د بیلابیلو جرمونو له امله نیول شوي، په زندانونو کې دي. د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې دغه زندانیان هم را ازاد کړي.

یو شمېر افغان کډوال چې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي په یادو هیوادونو کې د ځان پر وړاندې له خپلو ستونزو شکایت کوي.

ځینې دغه کډوال له سرپرست حکومت غواړي چې د ستونزو د حل په پار یې په جدي توګه اقدام وکړي.ل

په ایران کې افغان کډوال، مهدي و ویل: موږ خپله څو ورځې مخکې، همدلته د تهران په سویل کې د دې شاهد وو، بسونه یې تنظیم کړي و چې کډوال واخلي او لسګونه کسان یې پوستو ته یوړل

په پاکستان کې افغان کډواله، هوا هم وايي: په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ډیر بد دی، یو افغان هم په پاکستان کې له ښاروندۍ له امتیازه برخمن نه دی.

بل لور ته د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې اسلامي امارت باید د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې د پاکستان او ایران حکومتونه قانع کړي څو د افغان کډوالو له ځورونې او ربړونې لاس واخلي.

د کډوالو د حقونو چارو فعال، جمعه خان پویا څرګنده کړه: افغان حکومت او په افغانستان کې اوسني مسوولین اړ دي چې له نړۍوالو کنوانسیونونو په ګټنې له ګاونډیو هېوادونو وغواړي چې د کډوالو له ځورولو او په ځانګړې توګه د هغوی له زنداني کولو لاس واخلي.

تر دې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ ویلي، په وروستیو دوو کلونو کې یې د پاکستان له بندخونو څه باندې څلور زره افغانان را خوشې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه