Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوي له حکومته د همکارۍ غوښتنه کوي

د پسرلي موسم له را رسیدو سره هم مهاله د هیواد په ډیری ولایتونو کې د باران د اورښت او سیلابونو د راوتو له امله هیوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

یو شمېر هیوادوال وایي چې په ولایتونو کې یې وروستیو سیلابونو هر څه له منځه وړي او مرستې ته جدي اړتیا لري.

زیانمن شوی، شفیق وايي: سیلابونه راغلي او دغه ځمکې یې ګردې وړي، دغه بیچاره ګان خواري وکړي، خو که څه کښت، کرونده یې وه هغه اوبو لاندې کړه. پاتې شوې دغه بدنې دغه ټولو بارانونو یوړلې او و یې نړولې.

یو بل زیانمن شوی، لونګ خان وايي: ټالونه یې را ځینې یوړل، کورونه یې را ځينې یوړل، تاسې ولیدل چې یوازې انسانان مو ترې را ویستلي نور ټول تر خاورو لاندې شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت هم وایي چې په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله نږدې ۹۶زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې اداره هم په راتلونکې اونۍ کې د هیواد په ځینې ولایتونو کې له تالندې او طوفان سره مل د بارانونو د اورښت او سیلابونو د راوتو خبر ورکوي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندانې ادارې رییس، محمد نسیم مرادي و ویل: په ټول افغانستان کې  ۹۶ زره اته سوه ۶۱ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند، ننګیالی سمون په دې تړاو و ویل: د کندهار په بېلابیلو ولسوالیو کې ګڼ شمیره کرنیزه ځمکه لمنځه تللې ده او ترڅنګ یې په ځينو ولسوالیو کې هم ځمکې له منځه تللې دي.

بل لور ته د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې ډیری زیانمنو شویو کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې لیږدولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز و ویل: زیانمنو هېوادوالو ته چې زیان ورته رسیدلی هغوی سره به په فزیکي ډول مرسته وکړو او همدا راز له هغوی سره تر خپلې وس نغدي مرستې هم ترسره کړي. ځکه دغه ورښتونه او سیلابونه دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسیدنې وزارت تیره ورځ ویلي وو چې په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله نږدې ۷۰ تنه مړه شوي او سلګونه د استوګنې کورونه هم په قسمي او بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه