Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو فارمټ کې د افغانستان د رسمي غړیتوب لپاره د مولوي عبدالکبیر غوښتنه

د ریاست الورزا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو فارمټ کې د افغانستان د رسمي غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس محمد حسن حقیار وايي، په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په مسکو فارمټ کې افغانستان ته د رسمي غړیتوب ورکولو هیله څرګنده کړې.

ښاغلي حقیار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د امارت د سیاسي مرستیال ترمنځ چې کومه ناسته ترسره شوه، ګتورې خبرې په کې وشوې، په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو باندې بحث وشو، په سیمه‌ییزو ګټو او ګواښونو باندې بحث وشو او مناسب تدابیر ورته وسنجول شول.»

د حقیار په خبره، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي همداراز ټینګار کړی چې له اسلامي امارت سره به د روسيې مثبتې اړیکې دوام ولري او روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

نوموړی وايي ضمیر کابلوف په دې کتنه کې ویلي، مسکو غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس طلوع‌نیوز ته وویل:«په دې کتنه کې چې په کابل کې د روسیې سفیر هم حضور درلود، د اسلامي امارت او روسیې پر مثبتو اړیکو د ټېنګار تر څنګ ښاغلي کابلوف وویل، مسکو په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ ورسپارلو غوښتونکی دی.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د دغه وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني او د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د نورو مسایلو ترڅنګ په سیاسي او سیمه‌ییزو موضوع‌ګانو هم خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو ځينې شنونکي کابل ته د ښاغلي کابلوف د سفر په هکله بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی امان‌الله هوتکي څرګندوي:«تګ راتګ او راشه درشه په ګټه تمامېدای شي د دې لپاره چې، موږ هغو اصلي خبرو ته ځان ورسوو، دا ابتدايي خبرې دي هغو اصلي خبرو ته ځان ورسوو. زه تګ راتګ او په خبرو باندې حل کېدل دا د هېواد لپاره هم په ګټه بولم او د روسان په ګټه یې هم بولم.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا هم وايي:«اوس مطلق دا خلک چې ځي او راځي که د چین څوک دلته راځي او د روسانو څوک دلته راځي مطلق د معلوماتو استخباراتي سلسله دوی پسې راخستې ده.»

تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی څو ځلې کابل ته په سفر راغلی و. د ترهګرۍ ضد مبارزه، اقتصادي مسایل، د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی هغه موضوع‌ګانې وې چې تر ډېره د ښاغلي کابلوف سفرونه پرې ورڅرخېدل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه