Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهران او اسلام‌اباد: د سوله‌ییز افغانستان د پرمختیا لپاره ژمن یو

د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

د ابراهیم رییسي او د شهباز شریف په ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر سولې او ثبات ټینګار شوی او ویل شوي چې په اساسي پرېکړو کې د افغانستان د ټولو اقشارو زیاته ونډه به د سولې د ټینګښت لامل شي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه بیانیه، پاکستان ته د ایران د ولسمشر د درې ورځني سفر په پای کې خپره کړې ده.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«دواړو لورو د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو له ګواښونو څخه د پاک، سوله‌ییز، متحد او خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ. دواړو لورو دې ته په نغوتې سره چې په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو شته‌والی د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ دى، له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنيت په برخه کې د همکاريو د پياوړتيا او د ترهګرۍ پر وړاندې د متحدې جبهې پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.  دواړو لورو همدا راز په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامین لپاره د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو د همغږۍ پر اهمیت او په دې برخه کې د شته سیمه‌ییزو مجمعو پر مثبت ګډون ټینګار وکړ. 
دواړو لورو د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په ترڅ کې په ډاګه کړه چې، په بنسټیزو پرېکړو کې د افغانستان د ټولو پرګنو ونډه به په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شي.»

که څه هم، اسلامي امارت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې په هېواد کې د ترهګرو ډلو د شته‌والي په تړاو ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

اوس پوښتنه دا ده چې، ایران او پاکستان د افغانستان د امنیت او سوکالۍ په برخه کې څه رول لوبولای شي؟

پخوانی ډپيلومات عزیز معارج وايي:«ترمنځ یې تفاهم او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خبرې اترې او په سیمه کې د سولې او ټيکاو راوستل، په ځانګړې توګه په دغې برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري، هم د سیمې په ګټه ده او هم د ایران او پاکستان او هم د افغانستان په ګټه.»

د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو له ګواښونو څخه پاک او د یو سوله‌ییز، متحد او خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره د دواړو لورو ژمنې، په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامین لپاره د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو د همغږۍ پر اهمیت، د سیمه‌ییزو اړیکو د تماس ډلې او د شانګهای –افغانستان د همکارۍ سازمان د فعالیتونو بیا پېل له هغو موضوع‌ګانو دي چې په دې اعلامیه کې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو د همغږۍ په برخه کې څرګندې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه