Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د ۳۲ پروژو د چارو پر درېدو نیوکې

د چاپېریال ساتنې اداره، په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د ۳۲ پروژو د چارو پر درېدو نیوکه کوي.

د دغې ادارې اداري مرستیال زین العابدین عابد د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره په ګډې خبري غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د چاپېریال ساتنې پروژې درېدلي، نوموړی له نړۍ غواړي چې دغه پروژې بېرته پېل شي.

ښاغلی عابد زیاتوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخو کې د پروژو د عملي کولو او همداراز پر دغې برخې د پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې اداري مرستیال په دې هکله وايي:«نړۍوالو له خوا د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان ۳۲ پروژې تعلیق شوي دي، چې هغه د نړۍوالو له خوا تمویلې دلې ځنډول شوې دي، او غوښتنه مو دا ده چې دغه پروژې ژر تر ژره پېل او تطبیق کړای شي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رييس تاریا واټرډال  وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه خلک خپل  ژوند د کرنیزو چارو له لارې چلوي؛ خو د کرنې برخه هم د اقلیمي بدلونونو له اړخه زیانمنه شوې ده.

نوموړی د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو له لارې له افغان ولس سره د نړۍوالې ټولنې د همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رييس تاریا واټرډال څرګندوي:«دا په دې معنا هم ده کله چې، د ټولیز اقدام په تړاو خبرې کوو؛ نو د افغانستان د وزارتونو، د پوهنتونونو صنعت او د افغانانو لپاره کافي نه‌ده. بلکي نړۍواله ټولنه باید په خپلو هڅو کې، هم د نړۍوالو مرستندویانو او د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو بنسټونو او همداراز په افغانستان کې د غیر دولتي بنسټونو له لارې له افغان ولسه ملاتړ وکړي.»

د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې رييس د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه کې چې، د روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د اذربایجان په باکو ښار کې جوړېږي، د افغانستان د دولتي ادارو او مدني ټولنو د پراخ ګډون په تړاو د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د چاپېریال ساتنې ادارې اداري مرستیال زین العابدین عابد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د چاپېریال ساتنې پروژې درېدلي، نوموړی له نړۍ غواړي چې دغه پروژې بېرته پېل شي.

تصویر بندانگشتی

د چاپېریال ساتنې اداره، په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د ۳۲ پروژو د چارو پر درېدو نیوکه کوي.

د دغې ادارې اداري مرستیال زین العابدین عابد د افغانستان لپاره د ناروې له کمېټې سره په ګډې خبري غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د چاپېریال ساتنې پروژې درېدلي، نوموړی له نړۍ غواړي چې دغه پروژې بېرته پېل شي.

ښاغلی عابد زیاتوي چې دم‌ګړۍ په هېواد کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخو کې د پروژو د عملي کولو او همداراز پر دغې برخې د پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ادارې اداري مرستیال په دې هکله وايي:«نړۍوالو له خوا د اقلیم بدلون په برخه کې د افغانستان ۳۲ پروژې تعلیق شوي دي، چې هغه د نړۍوالو له خوا تمویلې دلې ځنډول شوې دي، او غوښتنه مو دا ده چې دغه پروژې ژر تر ژره پېل او تطبیق کړای شي.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رييس تاریا واټرډال  وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه خلک خپل  ژوند د کرنیزو چارو له لارې چلوي؛ خو د کرنې برخه هم د اقلیمي بدلونونو له اړخه زیانمنه شوې ده.

نوموړی د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو له لارې له افغان ولس سره د نړۍوالې ټولنې د همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رييس تاریا واټرډال څرګندوي:«دا په دې معنا هم ده کله چې، د ټولیز اقدام په تړاو خبرې کوو؛ نو د افغانستان د وزارتونو، د پوهنتونونو صنعت او د افغانانو لپاره کافي نه‌ده. بلکي نړۍواله ټولنه باید په خپلو هڅو کې، هم د نړۍوالو مرستندویانو او د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو بنسټونو او همداراز په افغانستان کې د غیر دولتي بنسټونو له لارې له افغان ولسه ملاتړ وکړي.»

د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې رييس د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه کې چې، د روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د اذربایجان په باکو ښار کې جوړېږي، د افغانستان د دولتي ادارو او مدني ټولنو د پراخ ګډون په تړاو د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه