Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بروکسل ناسته کې د امریکا ولسمشر او ناټو مشرانو سره د غني نه لیدل

کابو دوه لسیزې کېږي چې افغانسان د واشنګټن په لومړيتوبونو کې دی او د دواړو هېوادونو مشران یا د ارګ او یا هم د سپينې ماڼۍ میلمانه وو. خو اوسمهال کله چې د ناټو سرمشریزه پای ته ورسېده د دې غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتونو له ولسمشر ډونالټ ټرمپ او د ناټو له لوی منشي سره د ولسمشر غني لیدنې ونه شوې او دغه کار له پوښتنو سره مخ شوی.

ولسمشر غني یوازې یو ځل د امریکا ولسمشر، ټرمپ سره لیدلي دي، هغه هم په سپينه ماڼۍ کې نه بلکې د ملګرو ملتونو د ناستې په څنډه کې وه.

اخوا ټرمپ په خپله وینا کې له ولسمشر غني سره د احتمالي لیدنې په اړه هم یادونه کړې وه.

په همدې حال کې ولسمشر غني افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام او د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره لیدنې د حکومت لاسته راوړنې بولي.

ولسمشر د بروکسل له ناستې څخه د افغان حکومت لاسته راوړنې له خلکو سره شریکوي او وايي ناټو سرمشریزې تر  ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه ورکړې ده.

له دې ناستې د ولسمشر خپاره شوې انځورونه ښیې چې نوموړي یوازې د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو له مشرانو سره کتلي دي.

اوس مهال افغانستان د امریکا متحده ایالاتونو له مهمو ماموریتونو شمېرل کېږي چې کابو لس سرتېري یې دلته دي. خو بیا هم ولسمشر غني د ناټو  مشرانو او د امریکا ولسمشر سره ونه لیدل.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر په خپله وینا کې د ښاغلي غني سره د لیدو یادونه کړې وه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت نشتوالی او د حکومت مشرانو ترمنځ اختلافونه لامل شوي دي چې هېواد د نړیوالو له سترګو ولويږي.

د ولسي جرګې غړی، قدرت‎الله سهاک وايي:«داسي وخت نه وه چې موږ یو پیاوړی حکومت ولرو او ټول خلک تر یو چتر لاندې سره راټول وي تر څو د خلکو ستونزې هوارې شي. نو ځکه نړیوال موږ په پام کې نه نیسي.»

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی، فکوري بهشتي زیاتوي:«دا ټول عوامل دې چې نړیوال شریکان له افغانستان سره خپلې اړیکې په ځانګړې توګه سیاسي مشرانو سره خپلې ژمنې تر شا کړي.»

یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې د جرمنې لومړۍ وزیرې، انګلا مېرکل سره د ولسمشر غني په وروستو شيبو کې ترسره شوه او پاتې مشرانو سره د دوي هڅو مثبته پایله نه درلوده.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې، غني د مخکې تنظیم شوي پروګرام له مخې لیدنې درلودې.

ولسمشر غني له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو مشرانو سره لیدنه او د دوی لخوا د لا ډېرو مرستو لپاره چمتووالي ښودل د بروکسل ناستې له لاسته راوړنو بولي

شریک یي کړئ