بېپولې خبریالان افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد بولي، خو زیاتوي چې دې هېواد کې د پرمختګونو لپاره هېلې لیدل کېږي.
رسنیو آزادیو په اړه د دوی نوی خپور شوی راپور ښیې چې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۱۸ ځای لري.
افغانستان ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په نوملړ کې لوړ راغلی دی.
دا بنسټ یې لامل په نورو هېوادونو کې د رسنیو حالت خرابوالی او نسکورېدل، افغانستان کې د مالوماتو رسوَل د افغانستان د ځای پورته کېدل بولي.
دوی زیاتوي چې د نوملړ د ستونزو پېژندو اوو مواردو له ډلې په څلورو کې که څه هم کم وه، خو افغانستان په کې پرمختګ کړی. دوی دا موارد ټولپالنه، حقوقي او قانوني چوکاټ، بنسټونه او د رسنیو خپلواکي بولي.
په راپور کې راغلي دي چې افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی چې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو سره سره بیا هم دولت د توان تر حده د خبریالانو د خوندیتوب لپآره پولیس، اردو او ملي امنیت ځواکونه بسیج کړي دي.
د تېر کال راهیسې حکومت او رسنۍ په ګډه د خبریالانو خوندیتوب لپاره ناسته کوي او مهم مسایل څېړي.
دا کمېټه د دولت لوړپوړو چارواکو، د خبریالانو فدرسیون او رسنیو څخه جوړه ده چې مشري یې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش کوي.