د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي تېرو پنځو میاشتو کې هېواد ته د ۳۳۰ زره افغان کډوالو له بېرته راستنېدو خبر ورکوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، سیدحسین عالمي بلخي نن(سېشنبې د غبرګولي۲۹مه) کابل کې «دکډوالو ورځې» په ویاړ وویل چې ۹۰۰ افغان کډوال له اروپايي هېوادونو څخه خپله د راتګ غوښتنه کړې او هېواد ته راستانه شوي دي.
دی زیاتوي چې له دې ډلې ۲۴۶ تنه یې له اروپا څخه د ویستل کېدو په حال کې وو.
ښاغلي بلخې په دې اړه وویل:«موږ له ټولو هېوادونو څخه ۳۳۲ زره او ۴۵۳ راستنېدونکي لرو، هم د آسیايي، اروپايي او ګاوندیو هېوادونوڅخه. له دې ډلې له ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ زره او ۴۰ تنه کارتونه یې درلودل او یایې نه درلود، او همداراز له اروپا څخه ۹۵۵کسان راستانه شوي دي.»
ښاغلی بلخې زیاتوي چې اوس مهال له شپږو میلینو زیات افغان بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي.