بالاخره د ټاکنو خپلوا کمېسیون کې د یوې خالي څوکۍ برخلیک مالوم شو. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د حکومت مشرانو، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړیتوب لپاره درې نوماندانو له ډلې چې د غوراوي کمېټې له خوا حکومت ته معرفي شوي ووو سید حفیظ الله هاشمي یې د کمېسیون د نوي غړي په توګه غوره کړ.
ښاغلی هاشمي له دې وړاندې د مشرانو جرګې د دارالانشا رییس په توګه کار کړی وه.
د غوراوي کمېټې د لس ګونو کسانو له منځه د مشرانو جرګې د دارلانشا رییس حفیظ الله هاشمي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي کمېسیون رییس اول الرحمان رودوال، د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول.
دوه میاشتې وړاندې کله چې ولسمشر نجیب الله احمدزی یې د یوه فرمان له مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ریاست له څوکۍ لیرې کړ، له هغه مهاله تراوسه د هغه پست د سرپرست له خوا اداره کېده او د کمېسیون یو غړی کم وه.
له ډېرو نیوکو وروسته، ولسمشر فرمان صادر کړ ترڅو د غوراوي کمېټه خپل کار پیل کړي او د کمېسیون کم غړی وټاکي.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره لږ وخت لري او باید په خپله وخت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.