د سعودي عربستان پاچاه سلمان بن عبدالعزیز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اروبند بیا تازه کېدو ته هیلهمن دی.
شاه سلمان چې د اختر په ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوربند ته ډېره لېوالتیا ښودلې وه، هیلهمن دی چې دغه اوربند یو ځل بیا ټینګ شي او تر هغو دې وغځېږي ترڅو دواړه خواوې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په پار په ګډه کار وکړي.
د عربستان سلطنتي محکمې ویلي:«شاه له الله ج څخه غواړي ترڅو افغانان د خپل هېواد لپاره غوره حل لارې ته د رسېدو او همدارنګه په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات د رامنځته کېدو لپاره همغږي کړي.»
د سعودي پاچا ویلي، جګړه او ترهګري افغانانو ته ډېر زیان رسولی نو د اسلام نړۍ چمتو ده چې د نوې پاڼې په راړولو سره د سولې او پخلاینې نوی فصل پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني، د همدغې اوونۍ په لړ کې د طالبانو په وړاندې یې د هېواد ټولو پوځيانو ته د اوربند د غځولو حکم ورکړ.
ښاغلي غني وویل چې د هېوادوالو د غوښتنې پر بنسټ یې له طالبانو سره اوربند وغځوه او ګواښ کوي کهچېرې طالبان دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړي، دولتي ځواکونه مکلف دي ترڅو له نظام څخه دفاع وکړي.