د کندوز ولایت د چهاردري ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي، په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د هوايي عملیاتو په ترڅ د څلورو تنو د وژل کېدو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی دی.
دغو اعتراض کوونکو نن د کابل – کندوز لویه لار د درې ساعتونو لپاره د تګ راتګ کوونکو پر مخ تړلې وه او د دغې پښې له عاملانو سره د قانوني چلند غوښتنه یې کوله.
په همدې حال کې کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي په کاپیسا او وردګو ولایتونو کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو د وروستیو عملیاتو په لړ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د څېړنې په اړه رپوټونه د دې ښودنه کوي چې په دغو عملیاتو کې، ۲۱ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي چې د یوې مېرمنې په ګډون د څلورو کسانو مړي له ځان سره لېږدوي د هغه څه له امله چې د سېشنبې شپې د یوولسو بجو په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یې د دغو کسانو وژل کېدل ګڼي په غوسه دي.
هغه بوډا سړی چې په دغې پېښه کې یې کور په نښه شوی وايي:«د شپې ۱۱:۵۰ بجې وې چې الوتکه راغله او کېناسته، زامن مې دروازې ته ورغلل، وې ویشتل او درې واړه یې شهیدان کړل.»
اعتراض کوونکي ګواښ کوي که د دې پېښې عاملینو ته سزا ورنهکړل شي دوی به خپل اعتراضونه پراخ کړي.
له لاریون کوونکو څخه یو تن وویل:«موږ له حکومته وژونکي غواړو! که نه واټونه تړو، او دولتي تاسیسات هم بندوو.»
له بلخوا د کندوز د والي ویاند وايي د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي په دې اړه څرګنده کړه:«د سیمې مشران مو د ولایت مقام ته رابللي او له هغوی سره مو په دې اړه ناسته لرلې. له هغوی سره په دې اړ خبرې کېږي او د هغوی غوښتنو ته به رسېدنه وشي.»
اخوا په وروستیو ورځو کې د هېواد په نورو سیمو کې هم د دولتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
په کابل کې د ملګروملتو سازمان دفتر په خبرپاڼه کې راغلي د کاپيسا ولایت په تګاب او د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه د دې ښودنه کوي چې د دولتي او بهرنیو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې ۲۱ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.