طالبانو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۲۳ مه) په یوې خبرپاڼه کې، رسنیو ته ګواښ کړی کهچېرې هغوی د طالبانو پر ضد سوداګریز پيغامونه خپرېږي، ودروي، هغه رسنۍ او کارکوونکي یې د دغې ډلې له پوځي موخو څخه به وي.
طالبانو هغو رسنیو ته چې دا ډول پيغامونه خپروي، یوه اوونۍ وخت ورکړی دی.
له رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه او حکومتي چارواکو د طالبانو د دغه ګواښ په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
له رسنیو ځینو ملاتړو بنسټونو او د رسنیو ځينو چارواکو، نن په کابل کې په دې اړه یوه خبري ناسته ترسره کړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې خپل دغه ګواښ بېرته واخلي.
د خبریالانو د ملي ټولنې غړی ضیا بومیا په دې اړه څرګنده کړه:«هېڅ ډله، که هغه وسلهواله او نامسووله وي، نه شي کولای زموږ لپاره تکلیف تعیین کړي. موږ یوازې او یوازې د افغانستان د نافذه قانون پربنسټ فعالیت کوو. په دغې غونډه کې، پرېکړه وشوه چې طالبان خپله خپره شوې اعلامیه بېرته واخلي.»
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي په دې اړه وویل:«کهچېرې د اعلانونو د متحوا او سوداګریزو خبرتیاو په اړه نیوکه لري، ښه خپله نیوکه دې مطرح کړي، نه دا چې په مرګ وګواښي. یو ځل بیا ټينګار کوم د افغانستان نادولتي رسنۍ، ازادۍ رسنۍ، خصوصي او بې پرې دي.»
اخوا د ولسمشر غني د عامه اړیکو سلاکار وایي چې حکومت به دا موضوع تعقیب کړي.
د ولسمشر د عامه اړیکو سلاکار وحید عمر هم څرګنده کړه:«هر څوک چې رسنۍ ګواښي، هر څوک چې بې دفاع خبریال ګواښي، د افغانستان دښمن دی، د افغانستان د خلکو دښمن دی. حکومت ژمن دی چې د رسنیو له همکارۍ سره، د رسنیو د څېښتنو له همکارۍ سره د افغانستان د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره څرګنده اقدامات ترسره کړي.»
طالبان په دې خبرپاڼه کې وایي چې په پلازمېنې او ولایتونو کې یو شمېر رسنۍ د سوداګریزو اعلانونو په لړ کې دې ډلې ته بد وايي او خلک د طالبانو پر وړاندې پاروي؛ له همدې امله د دې ډلې نظامي کمېسیون
رسنیو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی څو دا پیغامونه ودروي.